
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۴مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د را پورونو له مخې؛ د پاکستان بلوچستان کې د یوه افسر په ګډون ۵ نظامیان وژل شوي دي.
دغه پېښه د بلوچستان ایالت په کیچ سیمه کې د سړک غاړې د ماین چاودنې له امله رامنځته شوې، چې له امله یې موټر هم ویجاړی شوی دی.
تر اوسه د دې پېښې په اړه پاکستاني چارواکو څه ندي ویلي او نه هم د دغه برید مسؤلیت کومې ډلې پر غاړه اخیستی.
بلخوا د پاکستان پوځ ویلي، په دوه جلا عملیاتو کې یې خیبرپښتونخوا کې ۳۱ وسله وال مخالفین وژلي دي.