افغانستانخبرونه

د پاکستان له بندخونو د ۸ افغانانو ازاد شوي

(کابل ټيليګراف (سلواغې ۳۰– ۱۴۰۳ لمريزکال)

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت وايي چې اته افغانان پرون د پاکستان له زندانونو څخه خوشې شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه وزارت په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي چې دا کسان د پاکستاني پولیسو لخوا د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله نیول شوي دي.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت په وینا، دغو افغانو درې میاشتې د پاکستان په مختلفو زندانونو کې تېرې کړې دي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان له زندانونو څخه خوشې شوي هیوادوال د سپین بولدک له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي.

د کډوالو چارو وزارت لخوا د خپرو شویو شمېرو پر بنسټ، د روانې میاشتې له پیل راهیسې، د دغه کسانو په ګډون، څلور سوه اوولس افغانان د پاکستان له بندخونو څخه خوشې شوي او هیواد ته راستانه شوي دي.

پاکستاني چارواکو په ملګرو ملتونو غږ کړی چې په هیواد کې د میشتو افغان کډوالو په وړاندې خپلې ژمنې پوره کړي.

په ورته وخت کې، په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال هم د دې هېواد د پولیسو د ناوړه چلند په اړه شکایت کوي