
( کابل ټيليګراف (کب ۲ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د امریکا ولسمشر یو ځل بیا خپل اوکرایني سیال «ولادیمیر زیلنسکي» دیکتاتور وباله او ویلي یې دي: «ښه به دا وي چې هغه ژر اقدام وکړي، که نه د هغه له هېواد څخه به هیڅ هم پاتې نشي.»
د امریکا ولسمشر «ډونلډ ټرمپ» د اوکراین ولسمشر «ولادیمیر زیلنسکي» ته په خپلو لفظي بریدونو کې هغه «یو عادي بریالیتوب لرونکی کمېډین» بللی دی.
ټرمپ په خپلې ټولنیزې رسنۍ «ټروت سوشل» کې زیاته کړې: زیلنسکي امریکا دې ته اړ کړه چې ۳۵۰ میلیارده ډالر په یوه داسې جګړه کې ولګوي چې د بریا امکان یې نه درلود، هغه جګړه چې هیڅکله باید نه وای پیل شوې.
په ورته وخت کې زیلنسکي وایي، ټرمپ د ناسمو معلوماتو په فضا کې ژوند کوي.
یو ورځ وروسته له هغه چې ټرمپ اوکراین د جګړې پیلوونکی وباله، زیلنسکي د امریکا ولسمشر په ناسمو معلوماتو تکرارولو تورن کړ او ادعا یې وکړه چې ټرمپ د روسيې د «ناسمو معلوماتو په یوه حباب» کې بند پاتې دی.
زیلنسکي د امریکا د ولسمشر د ادعا په وړاندې غبروګن وښود او په عین حال کې یې د اوکراین پر دریځ ټینګار وکړ چې د دې هېواد پرته د جګړې د پای ته رسولو لپاره هیڅ توافق نه شي ترلاسه کېدای.
بلخوا ملګري ملتونه وایي، موږ د پیل شوې لفظي شخړې په اړه هیڅ نظر نلرو
د ملګرو ملتونو ویاند «استفان دوجاریک» د امریکا او اوکراین د ولسمشرانو ترمنځ د لفظي جګړې د تودېدو په اړه له څه ویلو ډډه وکړه او وویل، ملګري ملتونه د اوکراین او روسيې ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د خبرو اترو غوښتونکي دي.
«دوجاریک» د خبریالانو دې پوښتنې ته چې آیا د ملګرو ملتونو سرمنشي په دې باور دی چې د زیلنسکي یې دیکتاتور بللی او د روسيې سره د جګړې د پیل لپاره د هغه ملامتول د دې جګړې د پای ته رسولو هڅې کمزورې کوي؟ ځواب ورکړ: د ملګرو ملتونو سرمنشي او ویاند نشي کولی د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د چارواکو د څرګندونو په اړه نظر ورکړي.
خو انګلستان بیا وایي، چې په پیل شوې جګړه کې د زیلنسکي ملاتړي یو.
د ټرمپ د زیلنسکي پر وړاندې د جنجالي څرګندونو په غبرګون کې، د انګلستان سیاسي شخصیتونه، په تېره بیا د دې هېواد لومړي وزیر «کییر استارمر»، د اوکراین د ولسمشر ملاتړ ته را دانګلي.
د انګلستان د لومړي وزیر دفتر اعلان وکړ چې «استارمر» په یوه تلیفوني اړیکه کې له زیلنسکي سره د ډونلډ ټرمپ د لفظي بریدونو په وړاندې، چې هغه یې دیکتاتور بللی، له هغه دفاع وکړه.
آلمان هېواد بیا وایي، ټرمپ تېروتنه کوي
د آلمان صدراعظم «اولاف شولتس» هم ټینګار وکړ چې د ډونلډ ټرمپ له خوا د زیلنسکي دیکتاتور بلل خطرناک دي.
شولتس وویل: د ټرمپ له خوا پر زیلنسکي د دیکتاتورۍ ټاپه لګول یوه تېروتنه او خطرناکه موضوع ده.
هغه زیاته کړه، د اوکراین د اساسي قانون او ټاکنیزو قوانینو له مخې، د جګړې پر مهال د ولسمشرۍ ټاکنې نه ترسره کېږي، او د زیلنسکي د دموکراتیک مشروعیت ردول سمه خبره نه ده.
په ورته وخت کې فرانسه وایي، د اوکراین په اړه له خپلو متحدینو سره یو غږ یو
د فرانسې ولسمشر «امانوئل مکرون» هم اعلان وکړ چې پاریس او متحدین یې د اوکراین په اړه یو غږ دي او په دې باور دي چې د اوکراین حقونه او د اروپا امنیتي اندیښنې باید د مسکو او کییف ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره په هر توافق کې په پام کې ونیول شي.