افغانستانخبرونه

غزني کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۲ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

( کابل ټيليګراف (کب ۲ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

غزني کې د طالبانو امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز کې د ترافیکي پېښې له امله یو تن وژل شوی او ۱۱ نور ټپیان دي.

دغه ترافيکي پېښه نن سهار د غزني ښار اړوند ناني بازار ته څېرمه شوې وه.

غزني کې د طالبانو امنیه قومانداني وایي، هماله څلورو وړو مسافر وړونکو موټرو سره د ټکر کړی چې له امله یې یو تن وژل شوی دی او ۱۱ نور ټپیان دي.

د راپورونو له مخې، دا په تیرو ٢٤ ساعتونو کې اوومه ټرافیکي پیښه ده چې د غزني اړوند د کابل-کندهار پر لویه لاره او د دغه ولایت په نورو سیمو کې رامنځته کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په لغمان ولایت کې هم د یوې ترافیکي پېښې له امله یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی و.