
( کابل ټيليګراف (کب ۲ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
په هېواد کې د ترافیکي پېښو په دوام، د زابل ولایت د قلات اړوند پل سنګي سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله اوه تنه مړه او ۳ نور ټپیان شوي.
په یاد ولایت کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ وایي، دغه پېښه د یوه ټیلر او پاسو موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې.
هغه وایي، په مړو شویو کسانو کې ۴ میرمنې او درې ماشومان دي او دغه راز دوه میرمنې او بل کس ټپي شوی دی.
نن سهار په غزني کې هم د ترافیکي پېښو له امله دوه تنه مړه او یوولس نور ټپيان شوي وو.