افغانستانخبرونه

پاکستان: هغه افغانان چې ویزې نلري، یوه اونۍ کې دې اسلام اباد او را ولپنډۍ څخه ووځي

( کابل ټيليګراف (کب ۳ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

پاکستاني چارواکو خبرداری ورکړی،  د ویزې نه لرونکي افغانان دې تر فبروري ۲۸ پورې اسلام اباد او راولپنډي پرېږدي

د پاکستان حکومت د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمیشنرۍ ته خبر ورکړی چې د معتره ویزو درلودونکو پرته ټول افغان اتباع، باید تر فبروري ۲۸ پورې د اسلام اباد او راولپنډي ښارونه پرېږدي.

د را پورونو له مخې؛ هغو افغانانو ته چې د استوګنې اسناد یا د درېیمو هېوادونو ته د تلو اسناد لري، د پاکستان حکومت ورته له دغه هېواده د وتلو مهلت تر مارچ ۳۱ پورې غځولی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمیشنرۍ ویاند قیصر خان اپریدي د دې پرېکړې په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه او له دغه هېواد سره یې د افغان کورنیو او ژورو سوداګریزو اړیکو ته یې په پاملرنې ټینګار کړی.

هغه وویل چې په تېرو دوو میاشتو کې یې تل د لا احتیاطي چلند ملاتړ کړی او له چارواکو یې غوښتي چې دا اوږدمهاله اړیکې په پام کې ونیسي.

نوموړي زیاته کړه چې تمه کېږي دا اقدام به پر معیشت او د ماشومانو پر زده‌کړو سمدستي اغېزې ولري او ویې ویل چې له پاکستان څخه یې غوښتي چې د بشري حقونو معیارونه مراعات کړي او د دې پرېکړې له اغېزمنو کسانو لپاره د مناسب پروګرام ډاډ ترلاسه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وروستیو کې ویلي چې په اسلام اباد او راولپنډي کې افغان اتباع د نیولو، پلټنې او د پاکستان نورو سیمو ته د تلو امر ترلاسه کړي دي.