افغانستانخبرونه

د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی ازبکستان ته ولاړ

( کابل ټيليګراف (کب ۴ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د طالبانو د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته ولاړ.

د طالبانو اقتصادي معاونیت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پلاوی نن له کابل څخه ولاړ او هلته به دوه ورځې پاتې شي.

سرچېنې د معلوماتو له مخې، په دغه سفر کې د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر ملا هدایت‌الله بدري، د ترانسپورټ او هوايي چلند سرپرست وزیر ملا حمیدالله اخندزاده، د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر الحاج نورالدین عزیزي، د کرنې او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عطاءالله عمري، د افغانستان بانک لوی رییس الحاج نوراحمد اغا، د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو مرستیال مفتي عبدالمتین سعید او د سکټوري ادارو استازي د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملتیا کوي.

طالبان وایي،  د دغه سفر موخه د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو پراختیا او په افغانستان کې په بېلابېلو سکټورونو کې د ازبکستاني پانګه‌والو د پانګونې جذب دی چې دواړه لوري به پرې بحث او خبرې وکړي.