افغانستانخبرونه

د پکتیا پوهنې ریاست سره د درسي توکو مرسته وشوه

( کابل ټيليګراف (کب ۴ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د طالبانو پوهنې وزارت وایي، یوې همکارۍ موسسې د پکتیا ولایت ښوونځیو سره د درسي توکو مرستو وکړه.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه مرسته کې ۲۸۰۳ کڅوړې بېلابېل درسي او ښوونیز توکي شامل دي.

سرچېنې لیکلي چې  دغه توکي به د نوي ښوونیز کال له پیل سره سم، د پکتیا ولایت پوهنې ریاست له لوري په دغه ولایت کې پر ټولو ښوونځیو ووېشل شي.