افغانستانخبرونه

ایران ته د ۶ سوه پسونو د قاچاق مخنیوی وشو

( کابل ټيليګراف (کب ۴ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

طالبان وایي، فراه ولایت کې ایران ته د ۶ سوه پسونو د قاچاق مخنیوی وکړ او په تړاو یې یو تن نیول شوی دی.

په دغه ولایت کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ مسؤلینو ویلي، ۶۵۰ پسونه چې د لاش وجوین ولسوالۍ له لارې ایران ته قاچاق کېدل، د دوی له لورې یې مخنیوی شوی دی.

دوی زیاته کړې، د دې قضیې په تړاو یو تن هم نیول شوی دی.

تر دې وړاندې هم د افغانستان څخه پاکستان او ایران ته د څارویو قاچاق ترسره شوی دی.