
( کابل ټيليګراف (کب ۵ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د ازبیکستان د کرنې وزارت د بندونو او اوبو لګولو کانالونو جوړولو او د افغانستان د اوبیزو سرچینو د لا تنظیم په برخه کې همکارۍ ته لېوالتیا ښودلې ده.
د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه موضوع د دغه وزارت د سرپرست عطاالله عمري او د ازبیکستان د کرنې وزیر ترمنځ کتنه کې مطرح شوې ده.
دغه کتنه کې د دواړو هېوادونو په بندرونو کې د نباتي قرنطین د همکاریو پر پراخوالي، بزګرانو ته د اصلاح شویو تخمونو پر وېش، د اوبیزو سرچینو پر مدیریت، د اوبو لګولو د څاڅکي سیسټم پر دودولو او د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په سکټور کې د ازبیکستاني سوداګرو پر پانګونې خبرې شوې دي.