
( کابل ټيليګراف (کب ۵ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
په هرات ولایت کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ په دغه ولایت کې د عملیاتو پر مهال د انساني قاچاق په تور د ۸ تنو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.
طالبانو له یاد ولایت څخه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د نیول شویو کسانو دوسیې د دوی عدلي او قضایي ارګانونو ته لیږل شوي دي.
د طالبانو مشر هیبت الله اخوندزاده څخه موده مخکې یو فرمان ورکړ، چې د انساني قاچاق کوونکو پر ضد دې سخت اقدامات ترسره شي.
په افغانستان کې بې کاري، د طالبانو فشارونه، بهر ته د ځوانانو د لیوالیتا زیاتېده هغه څه دي، چې اروپايي هېوادونو ته د تګ په موخه یې د انساني قاچاقبرانو بازار ګرم ساتلی.