افغانستانخبرونه

 ختيځو ولايتونو کې د پوليو واکسین کمپاين پيل شو

( کابل ټيليګراف (کب ۶– ۱۴۰۳ لمريزکال ) 

د عامې روغتيا وزارت او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ساتنې صندق/يونیسف له لوري د هېوا په ختيځو ولايتونو کې د ګوزڼ يا پوليو ویروس ضد واکسینو څلور ورځنی کمپاين پيل شو.

په ختيځ کې د پوليو واکسین د تطبیق مسوولین وايي، د دغه کمپاين پرمهال به له پنځه کلنۍ کم عمره يو ميليون او ۳۰۰زره ماشومان واکسین شي.

بلخوا د ننګرهار د عامې روغتيا رييس مولوي امين الله شریف وايي چې يوازې په ننګرهار کې به د دغه کمپاين پرمهال ۹۱۴زره ماشومانو ته واکسین وشي.

د پولیو ضد واکسینو څلور ورځنی کمپاین داسې مهال پیلېږي چې تازه په روان ۲۰۲۵ زیږدیز کال کې د بادغیس په بالامرغاب ولسوالۍ کې د پولیو یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.