
( کابل ټيليګراف (کب ۷ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
په بریتانیا کې د افغانانو نړیوالې شورا د دغه هېواد په برمنګهم ښار کې د یوې په کولو سره د افغانستان له خلکو سره د مرستو د دوام غوښتنه او ملاتړ وکړ.
په دې غونډه کې ګډونوالو ټینګار وکړ چې په افغانستان کې میلیونونه کسان د بېوزلۍ او لومړنیو خدمتونو د نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ دي او دوی ته د مرستو دوام اړین دی.
دوی دغه راز د ټولو ګډ مسؤلیت وباله، چې د هغه افغانانو ملاتړ وکړي، چې له بد اقتصادي وضعیت سره لاس او ګریوان دي.
د بریتانیا یوه سیاسي فعال پیتر په دې غونډه کې وویل: په میلیونونو افغانان د بېوزلۍ، لوږې او لومړنیو خدمتونو له نشتوالي سره مخ دي.
هغه وایي، موږ له نړیوالې ټولنې، د ملګرو ملتونو او نورو بشري سازمانونو څخه غوښتنه کوو چې د افغانستان د خلکو ملاتړ وساتي او لا یې پراخه کړي.