افغانستانخبرونه

چین په کندهار کې د میرویس روغتون د بیارغونې او پراختیا چارې پیلوي

( کابل ټيليګراف (کب ۸ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

په کابل کې د چین سفیر د طالبانو د عامې روغتیا له وزیر سره په لېدنه کې ویلي، په نږدې راتلونکې کې به د دغه وزارت سره په همغږۍ په کندهار ولایت کې د میرویس سیمه ییز روغتون د بیا رغونې او پراختیا چارې پیل کړي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د چین له سفیر، ژاوشېنک سره وکتل.

خبرپاڼه کې راغلي، په دغه لېدنه کې د کابل ملي روغتون لپاره د تجهیزاتو برابرېدو، د سنتي طب برخه کې د انسټېټیوټ جوړېدو او په کندهار کې د میرویس سیمه ییز روغتون پراختیا او بیا رغونې اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

سرچېنې لیکلي، جلالي  د روغتیايي سیسټم پياوړتیا لپاره د روغتیايي کارکوونکو ظرفیت لوړول، د دې برخې پراختیا او په تجهیزاتو د روغتونونو سمبالېدل اړین وبلل او په همدې موخه یې د چین له سفیر څخه د میرویس سیمه ییز روغتون بیا رغونې او پراختیا، د کابل ملي روغتون لپاره د تجهیزاتو او سنتي طب برخه کې د انسټېټیوټ جوړېدو غوښتنه وکړه.

د چین سفیر هم د خپلو همکاریو ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې  په نږدې راتلونکې کې به روغتیا وزارت سره د ګډې همغږۍ له لارې د میرویس سیمه ییز روغتون د بیا رغونې او پراختیا چارې پیل شي.