
( کابل ټيليګراف (کب ۸ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
پخواني ولسمشر حامد کرزي په فراه، کندهار او هلمند ولایتونو کې د سیلابځپلو کورنیو سره خواخوږي ښودلې ده او له مرستندویه بنسټونو یې غوښتي ترڅو له دغو کورنیو سره مرستې وکړي.
له تېرې ورځې راهېسې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ورښتونه شوي او په ځینو کې یې سیلابونه هم راوتلي دي چې لسګونه کسانو ته یې مرګژوبله اړولې ده.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي مطبوعاتي دفتر لیکلي چې هغه په فراه، کندهار او هلمند کې یو شمیر هیوادوالو ته د سختو ورښتونو په نتیجه کې د ځاني او مالي زیانونو د اوښتو له امله خواشیني څرګندوي.
هغه له سوادګرو او مرستندویه بنسټونو غوښتي چې له یادو کورنیو سره مرستې وکړي