
( کابل ټيليګراف (کب ۹ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
بلخ کې د طالبانو امنیه قومانداني وایي، په دغه ولایت کې یې شپږ تنه چې یو یې ازبېکستانی دی، د نشه يي توکو د پلور په تړاو نیول شوي دي.
بلخ کې د طالبانو د امنیې په خبرپاڼه کې راغلي چې دا کسان د نشهيي توکو پر ضد د مبارزې مدیریت د عملیاتو پر مهال په حیرتان بندر کې نیولي دي.
خبرپاڼه کې راغلي، یو له نیول شویو د ازبیکستان دی چې د یوه باروړونکي موټر له لارې یې الکولي مشروبات افغانستان ته را لېږدول.
سرچېنې د معلوماتو له مخې، په دغو عملیاتو کې ۸۷ بوتله بهرني الکولي مشروبات، دوه میله وسلې (کلاشنکوف او کلکوف) او یو لنډکروزر موټر ضبط شوي دي.