خبرونهنړۍ

د اکوړه خټک په دارالعلوم حقانیه کې د مولانا سمیع الحق زوی ووژل شو

( کابل ټيليګراف (کب ۱۰ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د پاکستان د خیبر پښتونخوا د اکوړه خټک په دارالعلوم حقانیه مدرسه کې د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنې له امله د مولانا سمیع الحق زوی مولانا حمیدالحق په ګډون ۴ تنه وژل شوي او تر شل تنو زیات ټپیان دي.

که څه هم پاکستاني چارواکو دغه پېښه چاودنه ښودلې، خو سرچینې وایي، دغه پېښه د ځانمرګي بریدګر له لورې رامنځته شوې ده.

د سیمه ییزو پولیسو یوه افسر امجد محمد د جرمني خبري اژانس ته وویل چې بم چاودنه د حقانیه مدرسې د ودانۍ د انګړپه جومات کې هغه مهال وشوه چې لمونځ کونکو د جمعې لمونځ کاوه.

د راپورونو له مخې، د برید هدف د مدرسې مشر مولانا حامدالحق و.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي دا هم منلې چې په دې برید کې مدرسې مشر مولانا حامدالحق وژل شوی دی.