افغانستانخبرونه

ننګرهار کې د زاړه ماین چاودنه؛ درې ماشومان ټپيان شوي

( کابل ټيليګراف (کب ۱۱ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

په ننګرهار کې طالبان چارواکي وایي چې د دغه ولایت په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د یوه پخواني ماین چاودنې له امله درې ماشومان ټپيان شوي دي.

ننګرهار کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې ‎ پرون مازدیګر د هسکې مېنې ولسوالۍ اړوند په کوټه‌والو سیمه کې یوه زاړه ماین چاودنه کړې چې له امله درې ماشومان ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي،  ټپیان د درملنې په موخه د ننګرهار حوزوي روغتون ته انتقال شوي دي.

زاړه او ناچاوده توکي تل په بېلابېلو ولایتونو کې له خلکو قرباني اخلي.