
( کابل ټيليګراف (کب ۱۱ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
که څه هم د امریکا او اوکراین د ولسمشرانو ترمنځ د تېرې ورځې لیدنه په رسنیو کې بېلا بېل غبرګونونه له ځآن سره درلودل، خو ټرمپ ویلي، چې زیلینسکي سره یې لیدنه معنا داره وه.
د اوکراین ولسمشر ولادیمر زیلینسکي چې امریکا ته په رسمي سفر یې د دغه هېواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په سپینه ماڼۍ کې پرون لیدنه کوله، دغه لیدنه د رسنیو پر وړاندې په لفظي شخړه بدله شوه.
له دغه لیدنې وروسته د امریکا ولسمشر پخپلې ټولینزې رسنۍ ټروت کې دغه لیدنه یوه معنا داره غونډه بللې او زیاته کړې، د احساساتي خبرو وروسته دې پایلې ته ورسیدم، چې د اوکراین ولسمشر زیلینسکي تر هغې جګړې څخه لاس نه اخلي، چې تر څو یې امریکا ملاتړ کوي.
هغه وویل: زیلینسکي سولې ته چمتو نه دی، ځکه دی فکر کوي چې په جګړه کې د امریکا له ښکېلتیا څخه به په مذاکراتو کې امتیاز ترلاسه کړي.
ټرمپ وایي، هیچا ته به امتیاز ورنکړي او د سولې ملاتړی دی.
هغه له دې سره چې د اوکراین ولسمشر یې امریکا ته په سپکاوي تورن کړ، زیاته کړه، چې هغه د میلیونو انسانو په ژوند قمر وهي او درېمه نړیواله جګړه غواړي.
خو د اوکراین ولسمشر له دغه لیدنې وروسته پخپل ایکس پاڼه د امریکا له خلکو مننه کړې او ویلي، چې هغه د سولې لپاره کار کوي، خو دغه سوله باید پایداره اوسي.
د دغه لفظې شخړې وروسته د اوکراین ولسمشر بریتانیا ته سفر کړی او ګڼ شمېر اروپایي هېوادونو مشرانو د ټویټونو په کولو سره له هغه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.