افغانستانخبرونه

نصرت حق‌پرست خپل ارجنټایني سیال ته ماتې ورکړه

کابل ټيليګراف، کب ۱۲ – ۱۴۰۳ لمريزکال

د افغانستان د ازادو سیالیو لوبغاړي نصرت حق‌پرست خپل ارجنټایني سیال استبان ریبویچ ته په «یواېف‌سي» سازمان کې ماتې ورکړه.

دغه سیالي نن یکشنبه سهار په «یواېف‌سي» سازمان کې ترسره شوې ده.

دغه راز، د (UFC) سازمان هم نن پر خپله‌اېکس پاڼه یوه ویډیو خپره کړې چې په کې نصرت حق‌پرست خپل ارجنټایني سیال ته ماتې ورکوي.

حق‌پرست، چې تر دې دمه یې ۱۸ بریاوې او ۵ ماتې ثبت کړې دي، له دې مخکې د ۲۰۲۴ کال په جنوري میاشت کې خپل امریکایي سیال ته هم ماتې ورکړې وه.