
کابل ټيليګراف، کب ۱۲ – ۱۴۰۳ لمريزکال
د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي، په پنجشیر او پروان ولایتونو کې یې یو شمېر وسلې او مهمات نیولي دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو د اوپراتیفي او پلټونکو عملیاتو پایله کې، د پنجشیر ولایت په خنیج ولسوالۍ کې پنځه میله ډول ډول وسله نیولي دي.
ده لیکلي، د دوی ځواکونو دغه راز د پروان ولایت مرکز چاریکار ښار په مربوطاتو کې ۱۲ کړۍ د پرسونل ضد ماینونه موندلي او ضبط کړي یې دي.
هغه په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.