
کابل ټيليګراف، کب ۱۲ – ۱۴۰۳ لمريزکال
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، په تېرو ۱۱ میاشتو کې، افغانستان د ۱۴۳ مېلیون ډالرو په ارزښت کابو ۲۹۶ زره ټنه تازه مېوه ۱۲ هېوادونو ته صادر کړې ده.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد ویلي، چې په دغو مېوو کې انار، انګور، انځیر، زردالو، ګیلاس، توت، شاهتوت، خټکي او هندواڼې شاملې دي.
هغه ویلي چې دغه میوه پاکستان، هند، متحده عربي اماراتو، چین، انګلستان، هالنډ، امریکا، فرانسې، اسټرالیا، عراق، سعودي عربستان او کاناډا ته صادر شوې ده.