
( کابل ټيليګراف (کب ۱۲ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
په افغانستان کې د اروپایي اتحادیې استازولۍ دفتر وایي، په ښوونې او روزنې، روغتیا، خصوصي سکتور او اقتصادي برخو کې د افغانستان د خلکو ملاتړ ته ژمنه ده.
دغه دفتر پرون پخپل ایکس پاڼه کې د اروپایي اتحادیې د اسیایي اړیکو د برخې د رئيس پیترس اوستوبس، د اسیا او ارام سمندر د بهرنیو چارو د دفتر مرسیتالې اوپائولاپمپلوني انځور خپور کړی وو، چې کابل ته یې سفر کړی.
دې دفتر له دې وړاندې هم ویلي وو چې اروپايي اتحادیه د ټولو افغانانو سره خپله ژمنتیا اعلان کړې او د افغانانو د هغو هڅو ملاتړ کوي چې د ښوونې او روزنې بنسټیز حق ته د لاسرسي او یوه سوکاله افغانستان د جوړولو لپاره یې کوي.
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته ګڼ شمېر نړیوالو ادارو د افغانانو سره د مرستې او همکارۍ پر مهال د طالبانو له لاس وهنو شکایت کړی وو.