
( کابل ټيليګراف (کب ۱۲ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وایي، د فراه ولایت ګلستان ولسوالۍ کې یې د نږدې ۳۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه جومات جوړولو چارې پیل کړي.
د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس ویلي، دا جومات د طالبانو د مشر هیبتالله اخوندزاده له لورې په لویو لارو کې د جوماتونو د جوړولو د امر له مخې جوړیږي.
د هغه په وینا، د دې جومات د جوړولو تړون، چې ۳۲ میلیونه او ۶۳۲ زره افغانۍ ارزښت لري، د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ لاسلیک شوی دی.
طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې په پراخه کچه د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې دیني مدرسې او جوماتونه جوړ کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې فقر او بېکاري خپل اوج ته رسېدلي او د ملګرو ملتونو د احصایو له مخې، له ۲۳ میلیونو څخه زیات کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.