
( کابل ټيليګراف (کب ۱۲ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
اسرائیلو د حماس له لوري د اوربند د تمدید په اړه د نوي وړاندیزونو سره د مخالفت په غبرګون کې غزې ته د ټولو مرستو په ورلیږد بندیز ولګاوه.
د حماس ډلې د موقتي اوربند د تمدید وړاندیز د لومړنۍ هوکړې پر خلاف بللی او د اوربند د دویم پړاو لپاره یې د خبرو اترو د پیل غوښتنه کړې ده.
د اسرائیلو د لومړي وزیر دفتر د یکشنبې په ورځ، د سلواغې په ۱۲مه اعلان وکړ چې د تېرې هوکړې اوربند د لومړي پړاو تر پای ته رسېدو وروسته یې د ډونالډ ټرمپ د منځني ختیځ د چارو استازي سټیو ویټکف له لوري د رمضان په میاشت کې د موقتي اوربند وړاندیز منلی دی.
که دا توافق عملي شي، اوربند به د رمضان تر پایه او د یهودانو د پسح اختر تر رخصتیو پورې دوام وکړي.
حماس اعلان کړی، چې دوی د لومړنۍ هوکړه شوي اوربند پر بنسټ ژمن دي، چې پر اساس یې باید د جګړې د دایمي پای ته رسولو لپاره خبرې اترې پیل شوې وای.
دا اوربند دې شرط ته مشروط دی چې حماس باید په لومړۍ ورځ د یرغمال شویو نیمايي کسان ازاد کړي او پاتې نور په هغه صورت کې ازاد شي، که د دایمي اوربند لپاره یو توافق ته ورسېږي.
خو حماس د ۴۲ ورځني موقتي اوربند د تمدید سره، چې اسرائیلو وړاندیز کړی و، مخالفت کړی دی.
د اوربند په لومړي پړاو کې، حماس ۳۳ اسرائیلي او پنځه تایلنډي بندیان د شاوخوا دوه زره فلسطیني بندیانو او توقیف شویو کسانو د ازادۍ په بدل کې اسرائیلو ته وسپارل.
د لومړني توافق له مخې، دویم پړاو باید د ۵۹ پاتې بندي شویو کسانو د ازادۍ، د اسرائیلي ځواکونو د غزې له بشپړې وتلو او د جګړې د پای ته رسولو لپاره د خبرو اترو د پیل سره مل وای.
د بنیامین نتانیاهو دفتر ویلي: «اسرائیل به هېڅکله اجازه ورنه کړي چې زموږ د یرغمال شویو کسانو د ازادۍ پرته اوربند ټینګ شي. غزې ته د ټولو توکو او سرچینو ورتګ به ودرول شي. که حماس خپل مخالفت ته دوام ورکړي، نورې پایلې به هم ولري.»
حماس د اسرائیلو دا اقدام «اخاذي» او «د توافق په وړاندې یو ښکاره کودتا» بللې ده.
دې ډلې له منځګړو غوښتي چې د توافق په ترسره شوي ژمنو عملي کولو لپاره پر اسرائیلو فشار واچوي.