افغانستانخبرونه

طالبانو له پاکستان د وارېدېدونکو درملو پر کیفیت ټېنګار کړی

کابل ټيليګراف، کب ۱۳– ۱۴۰۳ لمريزکال

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت مرستیال له پاکستان چارواکو سره په یوه انلاین ناسته کې له دغه هېواده افغانستان ته د وارېدېدونکو درملو او خوراکي توکو پر کیفیت ټېنګار کړی دی.

د طالبانو عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت د خوړو او درملو مرستیال، مولوي حمدالله زاهد د پاکستان د درملو جوړولو اتحادیې او د درملو تنظیم ادارې له مسؤلینو سره آنلاین ناسته ترسره کړه.

خبرپاڼه کې راغلي، په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت خوړو او درملو مرستیال او مل تخنیکي ټیم، د پاکستان د درملو تنظیم ادارې (DRAP) رئیس عبیدالله ملک، مل پلاوي او د درملو جوړولو اتحادیې مسؤلینو شتون درلود، چې په کې د درملو تنظیم او کنټرول برخه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ګډ هوکړه لیک، د تنظیمي پروسو چټکتیا په موخه د یو ډیجیټلي سیسټم رامنځته کېدو او د شته ستونزو حل لپاره د دواړو خواوو له لوري د استازو معرفي کېدو اړوند خبرې ترسره شوې.

سرچېنې لیکلي چې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت مرستیال، ګډونوالو ته د هرکلي تر څنګ له پاکستان هېواد څخه د واردېدونکو درملو او خوراکي توکو پر کیفیت ټینګار وکړ او دا یې روغتیا سکټور کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې همکارۍ برخه کې مهم وباله.

بل لور د پاکستان د درملو تنظیم ادارې رئیس هم د دوه اړخیزې همکارۍ ژمنه کړې ده.