افغانستانخبرونه

ننګرهار کې د ۴۶۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت لس روغتیايي ودانۍ جوړې شوي

( کابل ټيليګراف (کب ۱۳ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د ملګرو ملتونو د UNFPA دفتر له لورې د ننګرهار په اوه ولسوالیو کې د ۴۶۰ زره امریکایي ډالرو په مالي لګښت لس روغتیایي ودانۍ جوړې شوي، چې په کې به د مور او ماشوم لپاره روغتیایي خدمتونه ترسره شي.

په دغه ولایت کې د طالبانو د عامې روغتیا رئيس مولوي امین الله شریف ویلي، دغه ودانۍ په دوربابا، نازیانو، اچین، خوږیاڼو، هسکط مینې او کوز کونړ ولسوالیو کې جوړې شوي، چې هره ودانۍ اته خونې ، تشنابونه او نور ضروري ملحقات لري.

ننګرهار چې د هېواد په کچه ګڼ میشته ولایت دی، چې  لاهم په ډیرو سیمو کې خلک بشپړو روغتیایي اسانتیاو ته لاسرسی نه لري.

د یادونې وړده، چې په دغه ولایت کې ډیری روغتیایي مرکزونه د خپلو ودانیو پرځایي په کرایه شویو کورنو کې خلکو ته روغتیایي خدمات وړاندې کوي.