افغانستانخبرونه

طالبانو تېره اونۍ کندهار کې د نشه‌یي توکو پر ضد ۴۹ عملیاتونه کړي

کابل ټيليګراف، کب ۱۳ – ۱۴۰۳ لمريزکال

کندهار کې طالب چارواکي وایي، تېره اونۍ یې په دغه ولایت کې د نشه‌یي توکو پر ضد ۴۹ عملیاتونه ترسره کړي او ۱۲ کسان یې له یوه اندازه نشه‌یي توکیو سره نیولي دي.

په کندهار کې د طالبان د ولایت د مقام په خبرپاڼه کې راغلي، د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ د نشه یي توکو پر وړاندي د مبارزې مدیریت په تېره یوه اونۍ کي د کندهار په یو شمېر حوزو او ولسوالیو کي د نشه یي توکو پر ضد ۴۹عملیاتونه ترسره کړی دي.

خبرپاڼه کې راغلي، د یادوو عملیاتو په لړ کي ۱۲ تنه مظنونین کسان، ۱۵ ګرامه هیرویین، ۱۰۵ ګرامه ښښه، ۱۲۰ دانې ټابلیټ کا ګولۍ، ۴۰۴۱۸ دانې زیکپ ټابلین ګولۍ، ۶۸۹ کیلو ګرامه چرس او ۸ سیټه موبایلان نیول سوي همدارنګه په یادوو عملیاتو کي ۸ جریبه کرنیزه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوې ده.

سرچېنې لیکلي چې دغه راز په یاده موده کې او د کندهار ښار د مختلفو ساحو څخه ۹۰ تنه په نشه یي توکو روږدي کسان راټول شوي دي.