
کابل ټيليګراف (سلواغې ۱۰مه– ۱۴۰۳ لمريز)
سیمه ییزې سرچینې وایي، د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د پخواني جمهوري نظام د پولیسو یو قوماندان وژل شوی دی.
سرچینې زیاتوي، دغه کس فیض الله معراج نومیده او تېره ورځ د ناڅرګنده کسانو له لورې د لښکرګاه ښار په اومې امنیتي حوزه کې د موټر سایکل سپرو لخوا په ډزو وژل شوی.
ویل کیږي، یاد پخواني پولیس افسر اوس موټر چلولو او پخوا یې په ګرشک ولسوالۍ کې دنده ترسره کړې وه.
په تېرو دریو کلونو کې دوه ځله د طالبانو لخوا نیول شوی او شکنجه شوی هم و.