افغانستانخبرونه

ایران: په افغانستان کې د نشه يي توکو کښت او سوداګرۍ لپاره دې جامع ستراتیژي جوړه شي

( کابل ټيليګراف (کب ۱۳ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د ایران د کورنیو چارو وزارت ویلي، په افغانستان کې طالبانو د نشه یي توکو کښت او سوداګرۍ د مخنیوي برخه کې ترسره شوي اقدامات غوره دي، خو د یوې جامع ستراتیژۍ په جوړولو دې په دې برخه کې لا زیاته همکاري وکړي.

د یاد وزا رت امنیتي او انتظامي مرستیال علي اکبر پور جمشیدیان نن په تهران کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې مرستیال سره په لیدنه کې یادې څرګندونې کړي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال «ملا عبدالحق همکار» ویلي، د دوی له راتګ وړاندې د افغانستان په ډیرو برخو کې نا امني موجوده وه، فساد پراخه و، خو نن ورځ په خوشبختۍ سره په افغانستان کې دولتي چارواکي د خلکو د خدمت په حال کې دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال د کابل او تهران ترمنځ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د همکارۍ په یادولو سره زیاته کړه: مخدره مواد په اسلامي شریعت کې حرام دي او طالبان د شریعت د حکم له مخې د دې توکو پر وړاندې مبارزې ته مکلف دي.