خبرونهنړۍ

د لبنان ولسمشر په خپل لومړني بهرني سفر کې ریاض ته ولاړ

( کابل ټيليګراف (کب ۱۳ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د لبنان ولسمشر جوزف عون نن دوشنبه سعودي عربستان ته سفر وکړ، چې دا د روان کال له پیله د هغه لومړی بهرنی سفر دی.

عون، چې د پوځ پخوانی مشر دی او ګمان کېږي چې د ریاض او واشنګټن ملاتړ لري، د جنورۍ په ۹مه د لیبنان ولسمشر وټاکل شو.

جوزف عون د بهرنیو چارو له وزیر یوسف راجي سره د رفیق حریري نړیوال هوایي ډګر څخه ریاض ته روان شو.

د لبنان او سعودي عربستان ترمنځ اړیکې له کلونو راهیسې ترینګلې وې چې په ۲۰۱۶ کال کې، ریاض د حزب الله د سیاسي نفوذ له امله د لبنان پوځ ته د ۳ میلیاردو ډالرو پوځي مرستې هم ودرولې.

عون وروسته له هغې چې د لبنان د ولسمشر په توګه وټاکل شو، ویلي وو چې سعودي عربستان به د هغه د لومړني بهرني سفر مقصد وي، ترڅو د دې هېواد له هغې همکارۍ مننه وکړي چې د لبنان د ولسمشر په ټاکلو او د دوه کلونو راهیسې د ولسمشرۍ د تشې په پای ته رسولو کې یې لوبولې ده.

له دې وړاندې د لبنان رسنیو راپور ورکړی و چې د سعودي عربستان ولیعهد «محمد بن سلمان» په یوه تلیفوني اړیکه کې له عون څخه غوښتي وو چې ریاض ته سفر وکړي.