
کابل ټيليګراف، کب ۱۴ – ۱۴۰۳ لمريزکال
په کاپیسا کې طالب چارواکي چې د دغه ولایت په نجراب ولسوالۍ کې د چت لوېدو له امله یوه ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان دي.
د کاپیسا ولایت د مقام په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه د ورستیو بارانونو له امله شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرې یوې اونۍ راهیسې د هېواد په بېلابیلو ولایتونو ورښتونو وشول او په ځینو سیمو کې سیلابونه هم راووتل.
طالب چارواکو ویلي چې د دغو سیلابونو له امله د هېواد په کچه ۳۶ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او لسګونه نور ټپیان