افغانستانخبرونه

طالبان: په افغانستان کې د یوناما دفتر اغېزناک نه و

کابل ټيليګراف، کب ۱۴ – ۱۴۰۳ لمريزکال

د طالبانو ویاند وایي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر اغېزناک نه و او تل یې هڅه کړې چې خلکو ته اندېښنې پیدا کړي او د نړیوالو ته ناسم انځور وړاندې کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په یوه غږیز کلپ کې ویلي، دغه بنسټ تل هڅه کړې چې خلکو ته اندېښنې پیدا کړي او د افغانستان انځور په نړۍواله کچه ناسم وښايي.

هغه ویلي، یوناما پخپلو راپورونو کې د افغانستان د سرپرست حکومت د لاس ته راوړنو په اړه هیڅ هم نه دي ویلي او تل یې منفي ټکو ته پام کړی دی.

دغه خبرې داسې مهال کیږي چې د یوناما ماموریت د روانې مارچ میاشتې په ۱۷مه پاېته رسیږي او امنیت شورا د هغوی د ماموریت د غځېدو په اړه غونډه رابولي.