
کابل ټيليګراف (کب ۱۴ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولی یا یوناما د دغه هېواد په اړه ناسم او منفي را پورونه وړاندې کوي.
هغه زیاته کړه، د یوناما د دغه را پورونو له امله په ملګرو ملتونو کې د افغانستان په اړه منفي ذهنیت رامنځته شوی دی.
د طالبانو تر واک لاندې ملي تلویزیون څخه نن د ذبیح الله مجاهد غږیز خپور شوي کلیپ کې هغه ویلي، یوناما په خپلو راپورونو کې د افغانستان پرمختګونه، لاسته راوړنې او امنیتي وضعیت له پامه غورځوي.
د طالبانو ویاند ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولي «کوچني موارد لوی ښيي» او هڅه کوي منفي اړخونه روښانه کړي.
هغه همداراز ادعا وکړه چې د یوناما راپورونه نه د افغانستان په ګټه دي او نه د ملګرو ملتونو، او زیاته یې کړه چې دا ماموریت په افغانستان کې «بریالی» نه دی.
د طالبانو دا نیوکه پر یوناما په داسې حال کې راپورته کیږي چې ټاکل شوې په افغانستان کې د دغه سازمان مشره رزا اوتونبایوا، د مارچ په ۱۰مه د امنیت شورا په ناسته کې، چې د ډنمارک په دوري مشرۍ جوړیږي، د افغانستان په اړه وینا وکړي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېر کال د یوناما ماموریت تر ۲۰۲۵ کال د مارچ ۱۷مې پورې تمدید کړی و.