
کابل ټيليګراف (کب ۱۴ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د طالبانو کورنیو چارو وزارت وايي چې د دوی ځواکونو په تخار ولایت کې د ۶۲۹۹ کیلوګرامه تریاکو له قاچاق یې څخه مخنیوی کړی دی.
دا وزارت نن (سېشنبه، د حوت ۱۴مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا تریاک د ګازو د لیږد په یوه ټانکر کې په ډیر مهارت سره ځای پر ځای شوي وو.
د طالبانو کورنیو چارو وزارت زیاته کړې چې په دې تړاو دوه کسان نیول شوي دي او د لومړنیو تحقیقاتو وروسته به د دوی عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
دا وزارت دا روښانه کړې نه ده چې دا تریاک چیرته قاچاق کېدل.
د افغانستان ګاونډي هېوادونه د طالبانو له واکمنۍ وروسته څو ځلې د نشهيي توکو، په تېره تولیدي نشهيي توکو د قاچاق په اړه اندېښنه ښودلې ده.
طالبانو بیا د کوکنارو کښت منع کړی او وايي چې د نشه يي توکو له قاچاق مخنیوی کوي.