
کابل ټيليګراف (کب ۱۴ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د تاجکستان د انرژۍ او اوبو سرچینو وزارت اعلان وکړ چې د کاسا زر پروژې کارونه په تاجیکستان او قرغزستان کې بشپړ شوي، په افغانستان او پاکستان کې یې چارې په چټکۍ سره جریان لري.
دغه وزارت زیاته کړه تمه کیږي چې دا پروژه به تر دوه زره اووه ویشت کال پورې عملي شي.
ویل کیږي چې په وروستیو کلونو کې د دې پروژې اصلي ننګونه د پراختیایي شریکانو لخوا د افغان سکتور لپاره د تمویل ځنډول وو، چې د یو لړ خبرو اترو وروسته حل شو او په افغانستان کې د دې پروژې بشپړول پیل شوي دي.
یادونې وړ ده چې دا پروژه په دوه زره شپاړس کال کې په تاجیکستان کې د سیمې د هېوادونو د مشرانو په حضور کې پرانیستل شوه.