افغانستانخبرونه

میانمار کې زلزلې له امله لږ تر لږ ۱۵۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

کابل ټیلیګراف – ۹ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د میانمار او ټایلند په ځینو برخو کې د زورورې زلزلې له امله ګن شمېر ودانۍ نړېدلې، بنسټیزو تاسیساتو ته زیان اوښتی، او لږ تر لږه ۱۵۴ کسان مړه شوي دي.

د راپورونو له‌مخې په میانمار کې د دې زلزلې له امله لږ تر لږه ۱۴۴ کسان مړه او ۷۳۰ نور ټپیان شوي دي.

دې زلزلې ټایلنډ هم لړزولی، چې په پایله کې یې د دغه هېواد په پلازمېنه بانکوک کې لږ تر لږه ۱۰ کسان مړه شوي دي.

د امریکا د ځمک‌پېژندنې ادارې درېښتر په کچه د دې زلزلې شدت په میانمار کې ۷.۷ او په ټایلند کې ۷.۳ درجې ثبت کړی دی.

د میانمار د نظامي حکومت مشر، مین انګ هلایینگ، ویلي چې د مړو شمېر ښايي زیات شي او له نورو هېوادونو یې د مرستې غوښتنه کړې ده.

میانمار د ځمک‌پوهنې له پلوه د “هند-اسیا” تکتونیکي پلیټونو پر سر موقعیت لري، چې له امله یې دا سیمه د زلزلو تر لوړ خطر لاندې ده. تر دې وړاندې هم د میانمار په بېلابېلو سیمو کې قوي زلزلې شوي، خو دا ځل د زلزلې شدت ډېر لوړ و، چې پراخ زیانونه یې اړولي دي.