
کابل ټیلیګراف – ۹ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
بلخ کې د طالبانو د والي محمد یوسف وفا په مشرۍ یو پلاوی ازبکستان ته تللی دی
د بلخ ولایت مقام د رسنیو دفتر خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پلاوی به له ازبکستاني لوري سره د دوه اړخیزو همکاریو، اقتصادي پراختیا او د دواړو هېوادونو پر پوله د امنیتي ځواکونو ترمنځ د لا همغږۍ موضوعاتو په اړه خبرې وکړي.
سرچېنې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
د افغانستان او ازبکستان ترمنځ اړیکې، په تېرو څو لسیزو کې له سیاسي، اقتصادي او امنیتي پلوه مهمې بلل کېږي. ازبکستان د هغو محدودو هېوادونو له ډلې څخه دی چې له طالبانو سرهیې له واک ته رسېدو وروسته د تعامل لاره خپله کړې او له افغانستان سرهیې اقتصادي او تجارتي اړیکې پراخې کړې دي.