
کابل ټیلیګراف – ۲۲ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د هندوستان په احمداباد ښار کې د یوې مسافر وړونکې الوتکې د غورځېدو پېښه کې ۲۴۱ مسافر وژل شوي، خو یو تن د معجزې په ډول ژوندی پاتې شوی دی.
دغه الوتکه چې له هندوستان څخه لندن ته روانه وه، د هند احمداباد هوايي ډګر ته نږدې د ډاکټرانو په یوې لیلیې را غورځیدلې، چې له امله یې یاده ودانۍ په بشپړ ډول ویجاړه شوې ده.
د را پورونو له مخې؛ په دې مسافر وړونکې الوتکه کې ۲۳۰ تنه مسافر او ۱۲ تنه د عملي غړې شاملي دي.
په مسافرو کې ۱۶۹ تنه د هندوستان، ۵۳ تنه د برطانیه، یو کاناډاي او ۷ پرتګالي مسافر سپاره وو، چې ۱۱ په کې ماشومان و.
د هندي رسنیو د راپورونو په وینا، د ایئر انډیا په دې الوتکه کې د قربانیانو په منځ کې د هندوستان پخوانی لومړی وزیر روپاني هم شامل دی.