
( کابل ټيليګراف (کب ۱۶ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د تورخم لویې لارې د تړل کېدو ۱۳ ورخې وروسته د طالبانو مشرانو په لومړي ځل غبرګون ښودلی او ویلي، چې جګړه او تاوتریخوالی د حل لار نده.
د طالبانو د کډوالو او بېرته را ستنیدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر نن د پاکستان سفیر عبدالرحمن نظاماني سره کتنه کړې او ورته یې ویلي، چې د تورخم بندول، جګړه او تاوتریخوالی د حل لاره نده.
هغه ویلي، چې دواړه لورې دې وړې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي او ټینګار یې کړی، چې په تورخم کې دې د ویجاړوونکو کړنو څخه ډډه وشي.
دغه لوړ پوړي طالب چارواکي ویلي، د تورخم دواړه لورې زرګونه ناروغان، مسافر، جنازې او د سوداګرو مالونه بند پاتي دي او باید د ستونزې د حل په موخه جدي اقدام ترسره شي.
د یادونې وړده، چې د تورخم لارې د تړل کېدو په موده کې د طالبانو او پاکستاني ملېشو ترمنځ درې ځلې نښتو کې یو طالب وژل شوی او دوه نور ټپيان شوي، دغه راز پرون دوه خبریالان هم ټپیان شوي وو.