خبرونهنړۍ

داعش تېر کال تر ټولو مرګونې ترهګره ډله وه

( کابل ټيليګراف (کب ۱۷ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د اقتصاد او سولې انسټیټیوټ راپور ورکړی، چې په ۲۰۲۴م کال کې داعش تر ټولو مرګونی ترهګریز سازمان و.

د دغه انسټیټیوټ د راپور له مخې، داعش او دې سره تړلې ډلې، چې په ۲۲ هېوادونو کې یې د ۱۸۰۰ څخه زیاتو کسانو د وژنې مسوولیت منلی، په ۲۰۲۴ کال کې تر ټولو مرګونی ترهګریز سازمان و.

د دې راپور پر بنسټ، داعش وکولی شول خپل فعالیتونه په ۳۰ هېوادونو کې پراخ کړي، خو دې ډلې ته منسوب تلفات د ۲۰۲۳ کال په پرتله ۱۰ سلنه کم شوي دي.

په ۲۰۲۳ میلادي کال کې، په هغو بریدونو کې چې داعش یې مسوولیت منلی و، ۱۹۹۶ کسان وژل شوي وو، چې دا شمېره تېر کال ۱۸۰۵ کسانو ته راټیټه شوه.

د اقتصاد او سولې انسټیټیوټ، چې یو نړیوال فکري مرکز دی، د راپور له مخې، داعش، تحریک طالبان پاکستان، جماعت نصرت‌الاسلام والمسلمین او الشباب تېر کال د ۴۲۰۰ څخه زیاتو کسانو د مرګ لامل شوي دي.

دې ډلو په ۲۰۲۳ کال کې په ۲۹ هېوادونو کې فعالیت درلود، خو په ۲۰۲۴ کال کې یې وکولی شول خپل فعالیتونه په ۳۰ هېوادونو کې پراخ کړي.

په دې راپور کې راغلي چې په ۲۰۲۴ کال کې د ترهګریزو بریدونو ۳۶ سلنه مسوولیت هیڅ ډلې په غاړه نه دی اخیستی.