
( کابل ټيليګراف (کب ۱۷ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د تورخم لویه لار نن د څوارلسمې ورځې لپاره هم د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوې ، بلخوا سیمه ییز مسؤلین وایي، د پاکستان لخوا د توغول شویو توغندیو د لګېدو له امله په سیمه کې ۸ سوه کورنۍ بې ځایه شوي دي.
په تورخم کې د لارې د تړل کېدو وروسته درې ځله د طالبانو او پاکستان د ملېشو ترمنځ نښتې وشوې چې له امله یې دواړه لورې شاوخوا ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییز مسؤلین وایي، تورخم کې د پاکستان د بریدونو له امله شاوخوا ۸ سوه کورنۍ بېځایه شوي او د دوی لخوا ورته د مرستې رسولو په موخه سروې پیل شوې ده.
پرون د طالبانو د کډوالو وزیر هم د پاکستان له سفیر څخه د لارې خلاصون په موخه د جدي اقداماتو غوښتنه کړې وه.
هغه ویلي وو، دواړه لورې مسافر، ناروغان، مړې او د سوداګرو د مالونو لیږد له امله ستونزې تر بل هر وخت زیاتې شوي دي.