افغانستانخبرونه

د طالبانو عدلیې وزیر عربستان کې په یوه نړیوال کنفرانس کې ګډون کړی

کابل ټيليګراف، کب ۱۸ – ۱۴۰۳ لمريزکال

د طالبانو مرستیال ویاند وایي، د دوی د عدلیې سرپرست وزیر په عربستان کې د اسلامي نړۍ له لوري په یوه جوړ شوي نړیوال کنفرانس کې ګډون کړی دی.

دغه کنفرانس «د مذهبونو ترمنځ د پلونو جوړولو» په نوم جوړ شوي و.

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي چې دغه کنفرانس دوه ورځې دوام کوي.

د معلوماتو له مخې، دغه کنفرانس د سعودي عربستان په مکه مکرمه ښار کې جوړ شوې چې د څه باندې ۹۰ هېوادونو دیني عالمانو ګډون پکې کړې دی.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې اوازې خپرې شوې چې د طالبانو د عدلیې سرپرست وزیر عبدالحکیم شرعي د طالبانو مشر ملا هیبت الله سره خفه شوي، استعفا یې ورکړې او سعودي عربستان ته تللی دی.

خو طالبانو دغه اوازې رد کړې او وې ویل چې هغه د درملنې په موخه تللی او ژر به بېرته هېواد ته راستون شي.

د کابل ټیلیګراف د معلوماتو له مخې، نږدې دوه میاشتې کیږي چې شرعي هېواد ته نه دی راستون شوی او دا یې لومړی ځل دی چې دغه نړیوال کنفرانس کې یې ګډون کړی دی.

لا هم نه ده معلومه چې هغه به کله هېواد ته راستون شي.