افغانستانخبرونه

د ښځو نړیواله ورځ؛ ننګرهار کې خاوند خپله میرمن وژلې

( کابل ټيليګراف (کب ۱۸ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د ننګرهار ګوشتې په ماماخېلو سیمه کې یو کس خپله میرمن چې اته میاشتې یې د واده کېدې، په زندۍ کولو سره یې وژلې ده.

سرچینې وایي، دغه میرمنې  ۲۸ کاله عمر یې در لوده او یو کال وړاندې د خپل خاوند له مړ کېدو وروسته د خپل لیور له لورې په نکاح شوې وه.

د سرچینې د معلوماتو له مخې؛ له پېښې وروسته د میرمنې خاوند له سیمې تښتیدلی او د میرمنې هغه دوه بچیان چې له مخکیني خاوند یې وو، هم بې سرپرسته پاتې شوي دي.

په ګوشتې ولسوالۍ کې طالبانو هم پېښه تائید کړې، خو د رامنځته کېدو لامل یې ندی روښانه کړی.