
( کابل ټيليګراف (کب ۱۸ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د پاکستان د خیبرپښتونخوا اړوند مردان سیمه کې له نهر څخه د اوبو رسولو پر سر د شخړې له امله د ۳ وروڼو په ګډون ۴ تنه وژل شوي او د دوو ماشومانو په ګډون ۳ نور ټپيان دي.
پولیس وایي، دغه پېښه د مردان په قاسم مېره ګړپندي سیمه کې د دوه ډلو ترمنځ رامنځته شوې ده، چې په ترڅ کې د درې وروڼو په ګډون ۴ تنه وژل شوي او دوه ماشومانو په ګډون ۳ نور ټپیان شوي دي.
پولیس وایي، د قضیې څېړنه یې پیل کړې او د عاملینو نیولو هڅې جریان لري.