افغانستانخبرونه

امریکا له خپلو وګړو غوښتي پاکستان ته له سفر کولو ډډه وکړي

کابل ټيليګراف، کب ۱۹ – ۱۴۰۳ لمریز کال

د امریکا حکومت خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی، چې د امنیتي ګواښونو له امله پاکستان ته له هر ډول سفر کولو ډډه وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه رسمي بیان کې ویلي، چې په پاکستان کې امنیتي وضعیت ترینګلی دی، او بهرنیان، په ځانګړي ډول امریکایان، له جدي ګواښونو سره مخ کېدای شي.

په بیان کې زیاته شوې، چې ترهګریز بریدونه، تښتونې او تاوتریخوالي پېښېدونکي دي، نو له همدې امله د امریکا اتباع باید له غیر ضروري سفر څخه ډډه وکړي.

دا خبرداری په داسې حال کې ورکول شوی، چې په دې وروستیو کې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې امنیتي پېښې زیاتې شوې، او د سیاسي بې‌ثباتۍ ترڅنګ، وسله‌والې حملې هم دوام لري.

د یادونې وړ ده، چې امریکا مخکې هم خپلو اتباعو ته د پاکستان په ځینو سیمو کې د تګ محدودیتونه لګولي وو، خو دا ځل یې په ټوله کې د سفر نه‌کولو سپارښتنه کړې ده.