
کابل ټيليګراف (سلواغه ۲۶مه– ۱۴۰۳ لمريز)
نن د سلواغي 26مه له افغانستان څخه د شوروي اتحاد د وتلو او ماتې له ۳۶مې کالیزې سره برابره ده.
طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه ورځ د افغانستان لپاره تاریخي او له افتخاراتو ډکه ورځ بللې او زیاته کړې، چې تجاوز کوونکي باید له دغه ورځې څخه عبرت واخلي.
د سولې عالي شورا پخواني رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله هم دغه ورځ په افغانستان کې د تورې ورځې د پای ته رسیدو او د دغه هېواد لپاره تاریخي ورځ بللې.
ځو اټکلونه دادي، چې افغانانو همېش د خپلو بې سارې قربانیو په ورکړو سره تاریخونه جوړ او ګټلي دي، خو تر نن ورځې پورې یې په ساتنه کې بریالي شوي نه دي.