
کابل ټيليګراف، کب ۱۹ – ۱۴۰۳ لمريزکال
د بغلان امنیه قوماندانۍ وایي، په دغه ولایت کې یې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې یوه اندازه وسلې او مهمات نیولي دي.
د بغلان د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې یادې وسلې په تېرو درېیو میاشتو کې د دغه ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې نیول شوې دي.
سرچېنې د معلوماتو له مخې، په نیول شویو وسلو کې یو میل ,دوه میله کلاشینکوف, ٢٧ میله توفانچې ,٣٠ دهوان مرمۍ,٥٩ د ډیسي مرمۍ , یومیل M16او یولړ نور نا چاوده شامل دي.
امنیه قوماندانۍ لیکلي چې هېچا ته د غیر قانوني وسلو د ساتنو او ګرځولو اجازه نه ورکوي.