افغانستانخبرونه

له کډوالۍ را ستانه شویو کورنیو ته ۶۰ ښارګوټې ځانګړي شوي

( کابل ټيليګراف (کب ۲۰ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د طالبانو د کور او ښار جوړونې وزارت وایي، له کډوالۍ را ستانه شویو کورنیو ته د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې شپیته ښارګوټي ځآنګړي شوي دي.

د دغه وزارت ویاند محمد کمال افغان وایي، د پلان له مخې، را ستانه شویو کورنیو ته به د کورنۍ د غړو د شمېر له مخې په درې بېلا بېلو کټګوریو کې د استوګنې کورونو د جوړیدو په موخه ځمکې ووېشل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې د پاکستان او ایران څخه افغانستان ته د کډوالو ور ستنیدل ګړندي شوي دي.