
کابل ټيليګراف – کب ۲۰ – ۱۴۰۳ لمريزکال
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د اذربایجان او قرغېزستان چارواکو د دغه وزارت له سرپرست سره په لېدنه کې د افغانستان په کانونو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري د قرغیزستان د کانونو وزارت له پخواني مرستیال الماس بیک تومانوف او د اذربایجان د کانونو وزارت پخواني مرستیال ازر شکوروف سره کتلي دي.
خبرپاڼه کې راغلي چې د یادو هېوادونو د کانونو پخوانیو مرستیالانو د دې کتنې پرمهال افغانستان کې د پانګونې فرصتونه مناسب بللي او د هېواد پر کانونو او معیاري لابراتوارونو یې پانګونې ته چمتووالی ښودلی.
یاد وزارت د معلوماتو له مخې، ورتهمهال د کانونو او پټرولیم وزیر د بهرنیو پانګوالو د ملاتړ او هغوی ته د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو ژمنه کړې.